مشهور لوبغاړي ابیناو شکلا د عامر خان د لور، ایرا خان، په کلکه ملاتړ کړی او د هغه خبریال پر وړاندې درېدلی چې د هغې پر جامو او بدن یې نیوکه کړې وه. دا جنجال وروسته له هغه راپورته شو چې یو خبریال د ممبۍ په ماراتون کې د ایرا خان جامې “ناشایسته” بللې وې ایرا خان مخکې هم د خپل وزن او خپګان (ډیپریشن) په اړه په زړورتیا خبرې کړې وې.
شکلا په خپل ځواب کې لیکلي چې ایرا یوه ساده او رښتینې نجلۍ ده چې هېڅکبر نلري. هغه ټینګار وکړ چې د جامو انتخاب یوه شخصي مسله ده او د ایرا هڅې د ورزش لپاره د ستاینې وړ دي هغه زیاته کړه چې ایرا او ورور یې ډېری وخت د عامو ځوانانو په څیر په ریکشا کې سفر کوي.
ایرا خان تېره میاشت په یوه ویډیو کې ویلي وو چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د وزن له زیاتوالي او د خپل بدن په اړه له منفي فکرونو سره مبارزه کوي. هغې ویلي چې په دې اړه خبرې کول ورته ګران دي، خو اړین دي خلکو په ټولنیزو رسنیو کې د هغې پراخ ملاتړ کړی دی.