په یوه حیرانوونکې پېښه کې، چیټ جي پي ټي (ChatGPT) وکولای شول د هغه سپي ژوند وژغوري چې ډاکټرانو یې د رغېدو هیله له لاسه ورکړې وه. د “ډوډ” په نوم د سپي خاوند وروسته له هغه له مصنوعي ځیرکتیا مرسته وغوښته چې ډاکټرانو ورته وویل سپی یې د پښتورګو له مزمنې ناروغۍ رنځ وړي او د ژوندي پاتې کېدو چانس یې ډېر کم دی سپي خاوند د ناروغۍ نښې او د معایناتو پایلې مصنوعي ځیرکتیا ته ورکړې. ChatGPT د ډاکټرانو برعکس تشخیص وکړ چې دا ممکن یو حاد انفیکشن وي چې د درملنې وړ دی. دې سیستم د سپي د خرابې غوښې خوړلو تاریخچې ته په کتو د بل ډول درملنې وړاندیز وکړ سپي خاوند په دې نوي تشخیص عمل وکړ او سپی ورو ورو په بشپړه توګه روغ شو. دې کیسې د طب په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د رول په اړه بحثونه راپورته کړي دي. که څه هم ټیکنالوژي د ډاکټر ځای نشي نیولای، خو په دې قضیه کې یې یو ژوند وژغوره

#ChatGPT #ټیکنالوژي #حیوانات #روغتیا #طبيخبرونه #عجیبهپیښې #سپی

Author