نوي راپورونه ښيي چې اپل شرکت د ۲۰۲۶ کال لپاره په آیفون ۱۸ پرو کې د لویو بدلونونو راوستلو پلان لري.
ویل کیږي چې د دې ماډل “ډاینامیک آیلنډ” به تر ۳۵ سلنه کوچنی وي، چې د نویو سینسرونو په مرسته ممکن شوی دی.
دا بدلون به د سکرین لیدلو تجربه لا ښه کړي دې موبایل یو مهم پرمختګ د A20 Pro چپسټ دی چې په ۲ نانومتري ټیکنالوژۍ جوړیږي. دا نوی پروسسر به د موبایل سرعت زیات کړي او د ګرمېدو مخه به ونیسي.
همدارنګه، ویل کیږي چې د دې موبایل کامره به میخانیکي آپارچر ولري چې په کمه رڼا کې د عکس اخیستلو کیفیت ډېر لوړوي ممکن د خپلو محصولاتو د وړاندې کولو وخت هم بدل کړي او پرو ماډلونه له عادي ماډلونو مخکې بازار ته وړاندې کړي.
که څه هم بیې به لوړې وي، خو دا بدلونونه کولای شي آیفون ۱۸ پرو د اپل په تاریخ کې یو ځانګړی موبایل کړي. کاروونکي باید د ۲۰۲۶ کال سپټمبر میاشتې ته انتظار وکړي
#اپل #ټیکنالوژي #نویموبایل #سمارټفون #ګجټ #تخنیکي_خبرونه #کامره