طالبانو په خوست ولایت کې په یوه ورځ ۳۶ تنه د «نامشروع اړیکو او لواطت» په ګډون په بېلابېلو تورونو د خلکو په وړاندې په دُرو وهلي دي.
دا د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په یوه ولایت کې په یوه ورځ د دُرو وهلو تر ټولو لوړه شمیره ګڼل کیږي.
په ورته وخت کې د طالبانو سترې محکمې په کابل کې هم د یوه بل کس د دُرو وهلو خبر ورکړی دی. راټول شوي ارقام ښيي چې یوازې په جدي میاشت کې لږترلږه ۱۴۰ تنه د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې په دُرو وهل شوي چې ۸ تنه یې ښځې دي.
ملګرو ملتونو په وار وار د دې بدني سزاوو د سمدستي بندیدو غوښتنه کړې، خو طالبانو د نړیوالو فشارونو پروا نه ده کړې او په عام محضر کې یې د سزاوو لړۍ چټکه کړې ده.
حقوقپوهان وايي چې دا کړنې له قانوني او رڼو پړاوونو پرته ترسره کیږي .