د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د خلکو پر ورځني ژوند نوي او عجیب محدودیتونه لګولي دي.

د نوې خبرتیا له مخې، د لودو او بجول په څیر لوبې، د جنګي سپیو ساتل او حتی په هدیرو کې ناسته منع شوې ده.


په دې لارښود کې چې په جوماتونو او عامه ځایونو کې خپور شوی، له ځوانانو غوښتل شوي چې په کوڅو کې له بې ځایه ګرځیدو ډډه وکړي.

همدارنګه ټینګار شوی چې ښځې باید له شرعي محرم او بشپړ حجاب پرته له کوره ونه وځي.


طالبانو خبرداری ورکړی چې له سرغړونکو سره به شرعي چلند وشي. ځايي اوسیدونکي وايي چې دې محدودیتونو د دوی عادي ژوند او حتی ساه اخیستل سخت کړي دي او د خلکو پر شخصي ژوند نظارت ډیر شوی دی .

بلخ #شولګره #امربالمعروف #طالبان #ټولنیزېازادۍ #ښځې #افغانستان #محدودیت #ښاري_حقونه #لودو #ساتیري

Author