مایکروسافت د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې خپل نوی هوش مصنوعي چیپ، Maia 200 اعلان کړ ترڅو د انویدیا شرکت سره سیالي وکړي.
دا چیپ د پرمختللي ۳ نانومیټري ټیکنالوژۍ په کارولو سره جوړ شوی او اوسمهال د مایکروسافت په ډیټا مرکزونو کې تر ازموینې لاندې دی.
د دې چیپ موخه دا ده چې د هوش مصنوعي ماډلونو فعالیت ګړندی کړي او لګښتونه کم کړي. مایکروسافت هڅه کوي چې د خپلو سافټویرونو په مرسته پراختیا کونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي ترڅو دوی د انویدیا پر ځای د مایکروسافت نوي چیپونو ته مخه کړي.

مایکروسافت #هوش_مصنوعي #تکنالوژي #انویدیا #چیپ #کمپیوټر #نوښت