هندي رسنیو راپور ورکړی چې د ماهاراشترا ایالت د مرستیال وزیر او د نشنل کانګریس ګوند د مشر اجیت پاوار الوتکه د ټاکنیز سفر پر مهال لوېدلې ده. دا پېښه د چهارشنبې په سهار، د جنورۍ په ۲۸مه هغه مهال رامنځته شوه چې الوتکه له ممبۍ څخه د پاوار د زیږیدو ځای ته روانه وه او د باراماتي هوایی ډګر ته نږدې وغورځېده .
د راپورونو له مخې، په دې خواشینونکې پېښه کې د هند دغه وتلی سیاستوال او د الوتکې څلور نور سپرلۍ وژل شوي دي. ویل کیږي چې پیلوټ د سقوط څخه څو شیبې مخکې د لید د کموالي او هوا د خرابوالي په اړه د کنټرول برج ته خبر ورکړی و او هڅه یې کوله چې د دویم ځل لپاره ناسته وکړي چې الوتکه له رادار څخه ورکه شوه .
د ماهاراشترا ایالتي حکومت د دې پېښې له امله درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی او په دغه ایالت کې د هند ملي بیرغ نیم ځوړند شوی دی. سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې الوتکه له ځمکې سره تر لګېدو سمدستي وروسته چاودېدلې او هیڅوک ژوندي نه دي پاتې شوي .
#هند #الوتکه #اجیت_پاوار #ماهاراشترا #نړیوال_خبرونه #ممبۍ #هوایی_پېښه