د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي اعلان وکړ چې هېواد یې په رسمي توګه د ایران سپاه پاسداران د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندلی دی . زلنسکي په یو پیغام کې وویل چې اوکراین به هېڅکله هغه “شاهد” بې پیلوټه الوتکې هېرې نه کړي چې د دوی خلک او کلي یې په نښه کړل .
دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې اروپايي ټولنې هم ورته ګام پورته کړ. زلنسکي وویل چې ایران خپلې سرچینې د جګړې د پراخولو لپاره کاروي . بل لور ته په ایران کې د پارلمان غړو د امریکا او اروپا پر ضد شعارونه ورکړل او د اروپايي ټولنې سرتېري یې ترهګر وبلل .

اوکراین #ایران #سپاهپاسداران #ترهګري #زلنسکي #ډرون #اروپاييټولنه #نړیوال_خبرونه

Author