ایران ته د امریکا د دفاع وزیر خبرداری: یا خبرې وکړئ یا اقدام ته چمتو اوسئ

هشدار وزیر جنگ آمریکا به ایران: مذاکره کنید یا آماده اقدام باشید

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګست ایراني مشرانو ته خبرداری ورکړی چې که د اټومي پروګرام پر سر خبرو ته حاضر نه شي، نو پنټاګون نورو لارو چارو ته چمتو دی . هغه وویل چې ولسمشر ټرمپ جګړه نه غواړي، خو ایران ته به هېڅکله د اټومي وسلې اجازه ورنکړي .
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې امریکا په سیمه کې خپل پوځي حضور زیات کړی او د ابراهیم لینکن الوتکې وړونکې بېړۍ یې استولې ده . ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ په استانبول کې د ایران او امریکا ترمنځ اټومي خبرې پیل شي، خو فضا خورا ترینګلې ده .

امریکا #ایران #اټوميخبرې #پنټاګون #ټرمپ #منځنیختیځ #جګړه #ډیپلوماسي

Author

Leave a comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *