په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانۍ سفیره عادله راز، د آنتونیو ګوتیرش له خوا د “څو اړخیز زیان منلو شاخص” د خپلواکې مشورتي ډلې غړې ټاکل شوې ده . دا ډله چې د ۲۰۲۶ تر ۲۰۳۰ کلونو لپاره جوړه شوې، د مخ پر ودې هېوادونو د ستونزو ارزونه کوي .
ملګرو ملتونو ویلي چې د دې ډلې غړي به په خپلواکه توګه کار کوي او د هېوادونو د پرمختګ په څارنه کې به مهم رول ولري . د عادله راز دا ټاکنه په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې دننه ښځې له سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو څخه محرومې شوې دي .