د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې په لنډ وخت کې له امریکا سره اټومي توافق ته رسېدل امکان لري . هغه وویل چې تهران او واشنګټن په یوه حساس پړاو کې دي او که یو داسې توافق وشي چې د دواړو لوریو اندېښنې لرې کړي، نو ژر تر لاسه کېدای شي .
عراقچي خبرداری ورکړ چې ایران هر ډول حالت ته چمتو دی، خو خبرو ته لومړیتوب ورکوي . دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ هم د توافق هیله ښودلې او راپورونه وايي چې د دواړو هېوادونو استازي ممکن په ترکیه کې سره وویني .

ایران #امریکا #اټوميتوافق #عراقچي #ډیپلوماسي #ټرمپ #منځنیختیځ #خبرې

Author