د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په ۲۷ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د اورېدو خبر ورکړی دی. د دغه اټکل له مخې، نن او سبا به د کابل، ننګرهار، هرات او کندهار په ګډون د هېواد په ډېرو برخو کې د هوا حالات بدلون ومومي.
په راپور کې راغلي چې په ځینو سیمو کې به د ۱۰ څخه تر ۴۰ ملي مترو پورې باران او په سړو سیمو کې تر ۵۰ سانتي مترو پورې واوره وورېږي. همدارنګه په شمال لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو اټکل هم شوی دی چې سرعت به یې تر ۱۰۰ کیلومتره په ساعت کې وي.
مسوولینو په ګرمسیرو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو د احتمال په اړه هم خبرداری ورکړی دی. له هېوادوالو غوښتل شوي چې په زیان منونکو سیمو کې احتیاط وکړي ترڅو د احتمالي خطرونو څخه خوندي پاتې شي.