د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ادعا کړې چې په افغانستان کې مېشتې وسله والې ډلې د بهرنیو قدرتونو په ملاتړ غواړي پاکستان ناامنه کړي. نوموړي ویلي چې اسلام اباد په وار وار خپلې اندېښنې شریکې کړي، خو طالبانو د ترهګرو د مخنیوي لپاره کوم تضمین نه دی ورکړی.
خواجه اصف په پېښور کې وروستي ځانمرګي برید ته په اشارې سره چې لسګونه لمونځ کوونکي پکې ووژل شول، وویل چې دا ډول بریدونه له پولې پورې غاړې څخه تنظیمیږي. هغه د ترهګرو پر وړاندې د جدي اقداماتو او د مذهبي ځایونو د امنیت لپاره د یوې جامع طرحې غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ډلې تل دا ډول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد ونه کارول شي. خو پاکستان لا هم ټینګار کوي چې ترهګر په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.