د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې اسلام اباد ممکن د روژې میاشتې له رارسېدو وړاندې په افغانستان کې هغه اهداف په نښه کړي چې دوی یې «د ترهګرو پټنځایونه» بولي. هغه ادعا وکړه چې دغه پټنځایونه د طالبانو تر واک لاندې دي او د پاکستان امنیت ته مستقیم ګواښ پېښوي.
نوموړي په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل، چې طالبان ممکن د «زور د ژبې» ترڅنګ د «پیسو په ژبه» هم پوه شي، او ادعا یې وکړه چې کابل پخوا د افغانستان لوېدیځ ته د ټي ټي پي غړو د لېږدولو لپاره د پیسو غوښتنه کړې وه. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لفظي شخړې زیاتې شوې دي.
دا ګواښونه د هغو راپورونو سره هممهاله دي چې ټي ټي پي د یو سیمه ییز ګواښ په توګه یادوي. که څه هم طالب چارواکو تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی، خو خپلواک بنسټونه او پاکستاني چارواکي په دې باور دي چې د دغو ډلو فعالیتونه په افغانستان کې دوام لري.