پخواني ولسمشر حامد کرزي په ساینس کې د ښځو او نجونو د ګډون او لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت، افغان نجونو ته د زده‌کړو د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ. هغه یادونه وکړه چې د بشري ټولنې پرمختګ د ښځو له فعال حضور پرته ناشونی دی او دوامداره پرمختیا علم ته د مساوي لاسرسي غوښتنه کوي.
نوموړي په ټولنیز ژوند کې د افغان میرمنو او نجونو د رول ستاینه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د پوهې او زده‌کړې د ترلاسه کولو لپاره له هرې ممکنې لارې هڅه وکړي. کرزي له زده‌کړو څخه د نجونو محرومیت د هیواد د پرمختګ پر وړاندې یو لوی خنډ وباله.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې پر نجونو لا هم تعلیمي محدودیتونه دوام لري. د فبروري یوولسمه یو نړیوال فرصت دی چې په علمي او تخنیکي ډګرونو کې د میرمنو پر اهمیت ټینګار وشي.

افغانمیرمنې #دتعلیمحق #حامدکرزی #پهساینسکېدمیرمنوورځ #دنجونوزدهکړې #دافغانستانپرمختګ #علميبرابري #بشريحقونه

Author