په افغانستان کې یو شمېر ځوانانو د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له ګواښونو او مخالفتونو سره سره، د فبرورۍ څوارلسمه یا د مینانو ورځ ولمانځله. که څه هم د طالبانو ویاند دا ورځ د پردیو کلتور وباله او پر لمانځلو یې خواشیني وښوده، خو خپاره شوي راپورونه او ویډیوګانې ښيي چې په ځینو سیمو کې ځوانانو ګلونه او ډالۍ پیرودلي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو غبرګونونه بېلابېل وو. ځینو کسانو دا کار د ځوانانو بې لارې توب بللی، خو ډېرو نورو ویلي چې په هېواد کې د جګړو او تاوتریخوالي پر ځای باید مینه او خواخوږي دود شي. یوه کاروونکي په طنز لیکلي چې طالبان د نجونو د زده کړو پر وړاندې چوپ دي، خو د یوې ګېډۍ ګل پر سر سمدستي غبرګون ښيي.
یو شمېر هېوادوالو خبرداری ورکړی چې په شخصي او عاطفي مسایلو کې بې ځایه سختګیري خلک له دیني ارزښتونو لرې کوي. سره له دې چې په ځینو سیمو کې محتسبین د ګل پلورلو د مخنیوي لپاره ګرځېدل، خو افغان ځوانانو وښودله چې د خوښۍ لپاره وړې پلمې نه هېروي.