د امریکا پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن په یوه نوې مقاله کې ویلي چې اوسنی افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په نړۍ کې د ښځو د ځپلو تر ټولو افراطي بېلګه ده. هغې لیکلي چې واک ته د طالبانو د رسېدو لومړنی کار له ټولنې څخه د ښځو حذفول وو .
کلینټن په «فارن افیرز» مجله کې لیکلي چې د طالبانو دا ادعا چې ګواکې دا کارونه د اسلامي ارزښتونو لپاره کوي، سم نه دي، ځکه په ډېرو هېوادونو کې اسلام او ولسواکي دواړه شته. د هغې په وینا، د دې کار اصلي موخه د ښځو له سیاسي او ټولنیز نفوذ څخه محرومول دي .
نوموړې خبرداری ورکړی چې د نړۍ نور دیکتاتوران هم له دې وضعیت څخه زده کړه کوي. کلینټن ټینګار کړی چې د ښځو حقوق د ولسواکۍ د روغتیا نښه ده او کله چې پر ښځو محدودیتونه لګول کېږي، دا د ټول سیسټم د کمزوري کېدو په مانا ده .

هیلريکلینټن #دښځوحقونه #افغانستان #طالبان #ولسواکي #نړیوالسیاست #ښځې #بشريحقونه #امریکا #فارنافیرز

Author