په هرات ولایت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د «دیوان دارا» په نوم کتاب مخکتنه وشوه. دا کتاب د خواجه محمد اسماعیل دارا د ژوند، اشعارو او پېژندنې په اړه دی، چې موخه یې د دې ګمنامه شاعر او صوفي د ادبي میراث را ژوندي کول دي .
خواجه محمد اسماعیل چې په شیخ دارا مشهور و، خپل ډېر عمر یې د غوریان په ولسوالۍ کې تېر کړی او همالته وفات شوی دی. سره له دې چې نوموړی لوړ معنوي او ادبي مقام درلود، خو په خپل ژوند کې یې ډېر شهرت نه و موندلی .
د هرات فرهنګیانو د دې کتاب چاپ یو ارزښتمن ګام بللی او وايي چې دا د افغانستان د ادبي خزانې د ساتلو لپاره مهم دی. دیوان دارا به نوي نسل ته د شیخ دارا د صوفیانه افکارو او شعري سبک د پېژندلو لپاره یوه ښه وسیله وي .

هرات #دیواندارا #شعر #ادب #کلتور #کتاب #شیخدارا #افغانستان #مخکتنه #صوفیشاعر #ادبيمیراث

Author