د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د یو محدود پوځي برید پلان ارزوي ترڅو دغه هېواد اټومي هوکړې ته اړ کړي. راپورونه وایي که دا فشار پایله ورنکړي، نو ټرمپ ښايي د پراخو عملیاتو امر هم ورکړي چې سیمه ورسره ناارامه کېدای شي.
بلخوا، ایران ملګرو ملتونو ته په یو لیک کې خبرداری ورکړی چې د هر ډول برید کلک ځواب به ورکړي. ایراني چارواکو ویلي چې په سیمه کې به د بریدګر ټولې اډې او تاسیسات په نښه کړي او د هرې بدې پایلې مسوولیت به د امریکا پر غاړه وي.
دغه نوي ګواښونه په منځني ختیځ کې د یوې بلې جګړې ویره زیاته کړې ده. شنونکي وايي چې د دواړو لوریو ترمنځ پوځي نښته به د سیمې امنیت ته لوی خطر پېښ کړي او وضعیت به له کنټروله ووځي.