یوې نوې څېړنې ښودلې چې په آلمان کې نژادپالنه یوازې د څو کسانو ستونزه نه ده، بلکې د دولتي ادارو په سیستم کې ریښې لري. څېړونکو موندلې چې په پولیسو، محکمو او روغتیايي مرکزونو کې له خلکو سره د هغوی د نژاد او رنګ پر اساس توپیري چلند کیږي.
راپور وایي چې ژبه یوه لویه بهانه ده؛ هغه کسان چې په آلماني ژبه سم نه پوهیږي، ډیر کله له خپلو حقونو او خدماتو بې برخې کیږي. دا ستونزه په تېره بیا د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره خورا جدي بلل شوې ده.
د دې ستونزې د حل لپاره سپارښتنه شوې چې په دولتي ادارو کې باید د شکایتونو خپلواک دفترونه جوړ شي. همدارنګه ویل شوي چې د بیلابیلو قومونو او اقلیتونو کسان باید په دندو وګمارل شي ترڅو دا سیستماتیک تبعیض له منځه لاړ شي.

آلمان #نژادپالنه #کډوال #تبعیض #اروپا #بشريحقونه #ټولنیزعدالت #پښتو_خبرونه #نړیوال #څیړنه

Author