په پکتیکا ولایت کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې طالبانو یو پخوانی پوځي، مرغی کټوازی وژلی دی. دا پیښه د تیر حکومت د پوځیانو د هدفي وژنو په لړ کې شوې ده .
کټوازی چې د یحیی خیلو ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو پخوانی قوماندان و، له څلورو کلونو وروسته هیواد ته راستون شوی و. طالبانو هغه د روژې په مبارکه میاشت کې د خپل کور مخې ته په ډزو وواژه .
مدني فعالانو دا کړنه په کلکه غندلې او د طالبانو عمومي بخښنه یې یوه تیر ایستنه بللې ده. تر دې مخکې هم په بیلابیلو ولایتونو کې د پخوانیو پوځیانو د نیولو، شکنجه کولو او وژلو ګڼ راپورونه خپاره شوي وو .

افغانستان #پکتیکا #بشريحقونه #پخوانيپوځیان #هدفيوژنې #طالبان #عموميبخښنه #جرمونه #خبرونه

Author