فرانسوۍ ورځپاڼې فیګارو په یوه جنجالي راپور کې ادعا کړې چې د ایران د رهبر علي خامنه يي د لیرې کولو لپاره یوه کورنۍ دسیسه روانه وه. د دې راپور له مخې، حسن روحاني او محمد جواد ظریف د اعتراضونو له خونړي ځپلو وړاندې، د رهبرۍ د واکونو اخیستلو لپاره یوه پټه ناسته کړې وه. دا هڅه ظاهراً د علي لاریجاني د مخالفت له امله ناکامه شوې ده.
د فیګارو سرچینې وايي چې د دې ناستې موخه د بحران مدیریت او له ړنګېدو څخه د نظام ژغورل وو. ویل کیږي د دې طرحې له افشا کېدو وروسته، حسن روحاني او ظریف د یوې مودې لپاره په کور کې نظر بند شوي وو او هغوی ته نږدې ځینې اصلاح غوښتونکي ونیول شول. خو د ظریف دفتر مخکې د نیول کېدو آوازې رد کړې وې او دا یې رسنیز تبلیغات بللي وو.
په ورته وخت کې، نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې خامنه يي په جنګي شرایطو کې د نظام د ساتلو دنده علي لاریجاني ته سپارلې ده. دا راپورونه په ایران کې د واک په لوړو کچو کې د ژورو اختلافاتو او اندیښنو نښه ده. د پوځي نښتو د احتمال په زیاتېدو سره، داسې ښکاري چې په تهران کې سیاسي جوړښت د بنسټیزو بدلونونو په حال کې دی.