د هند مشهور شاعر او فلم لیکوال جاوید اختر د طالبانو هغه نوي قانون ته سخت غبرګون ښودلی چې میړونو ته د خپلو میرمنو د وهلو اجازه ورکوي. هغه د هند له دیني عالمانو وغوښتل چې دا کړنې، چې د دین په نوم ترسره کیږي، په کلکه وغندي. اختر په ایکس ټولنیزه شبکه کې د دغه قانون په اړه خپله غوسه څرګنده کړې ده.
د راپورونو له مخې، طالبانو داسې قانون جوړ کړی چې نارینه وو ته اجازه ورکوي خپلې میرمنې په بدني توګه تنبیه کړي، په دې شرط چې د “هډوکي ماتیدو یا خلاص زخم” لامل نه شي. همدارنګه هغه ښځې چې د میړه له اجازې پرته د خپلوانو لیدو ته لاړې شي، له زندان سره به مخ شي. دا قوانین پر افغان میرمنو نور محدودیتونه هم لګوي.
جاوید اختر د دې وضعیت په کلکه نیوکې سره لیکلي چې که یوه ښځه د میړه له اجازې پرته د خپل پلار کره لاړه شي، درې میاشتې بندیانیږي. هغه ټینګار وکړ چې د دین د داسې تعبیرونو پر وړاندې چوپتیا روا نه ده. دغو څرګندونو په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه پارولي او یو ځل بیا یې د افغان میرمنو وضعیت ته د نړۍ پام اړولی دی.