د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې (CTD) اعلان کړی چې د بلوچستان ایالت په پشین سیمه کې یې په یو استخباراتي عملیات کې پنځه “ترهګر” وژلي دي. په وژل شویو کسانو کې یو تن د ځانمرګي برید شکمن هم شامل دی .
د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې دې عملیاتو د ترهګرو یو پټنځای په نښه کړی او د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د سختې نښتې لامل شوی دی. خو په دې نښته کې د پاکستاني ځواکونو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي .
دا پېښه په داسې حال کې کیږي چې په بلوچستان ایالت کې ناامني زیاته شوې او د پاکستان دولت یاغي ډلې د وروستیو بریدونو مسؤل ګڼي. په دې سرحدي سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیات تل د حساسیت وړ وو .

پاکستان #بلوچستان #ترهګرۍضد #امنیت #وسلهوالهنښته #پشین #دپاکستانخبرونه #ترهګري #پوځيعملیات #سیمه

Author