د هېواد د سینما، تیاتر او تلویزیون مشهور او منلی څېره، محمد داوود لودین د یوې اوږدې او لا علاجه ناروغۍ له تېرولو وروسته له نړۍ سترګې پټې کړې. د هغه نږدې خپلوانو تایید کړه چې نوموړی هنرمند د ناروغۍ پر وړاندې له اوږدې مبارزې وروسته وفات شوی دی .
ښاغلي لودین خپل څو لسیزې عمر هنر ته وقف کړی و او په بې شمېره فلمونو، سریالونو او تیاترونو کې یې رول لوبولی و. هغه د افغانستان په ننداریزو هنرونو کې یو له مخکښو ستنو څخه و چې په خپلو ماندګارو رولونو سره یې د خلکو په زړونو کې ځای درلود .
هغه د خپل مسلکي فعالیت په اوږدو کې له بېلابېلو دولتي او خصوصي رسنیو سره همکاري درلوده او د هېواد په هنري تولیداتو کې یې لویه برخه اخیستې وه. د هغه مړینه د افغانستان د هنري ټولنې لپاره یوه لویه ضایعه ګڼل کیږي .

محمدداوودلودین #افغانسینما #افغانهنرمند #تیاتر #دهنرمندمړینه #افغانيفلم #کلتوراو_هنر #تسلیت #کابل #تلویزیون

Author