د هندي سینما مینه والو ته یو ښه زیری دی. نوي راپورونه ښيي چې د رنویر سینګ د “دهرندهر ۲: انتقام” فلم ټریلر به د مارچ په درېیمه نېټه خپور شي . دا جاسوسي او اکشن فلم چې د لومړۍ برخې بریالۍ لړۍ ده، ټاکل شوې چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۹مه سینماګانو ته راشي او رنویر سینګ پکې په یو بشپړ نوي او زړور رول کې لیدل کیږي .
د فلم ډایرکټر ادیتیا دهار د دې فلم وخت ۳ ساعته او ۵۵ دقیقې ټاکلی دی، چې دا د هندي سینما په تاریخ کې پنځم تر ټولو اوږد فلم جوړوي . په دې فلم کې د سنجي دت او ارجون رامپال ترڅنګ یامي ګوتام هم په ځانګړي رول کې راښکاره کیږي. د فلم کیسه به دقیقا له هغه ځایه پیل شي چیرې چې لومړۍ برخه پای ته رسیدلې وه.

رنویرسینګ #دهرندهر۲ #بالیوود #هنديسینما #نویفلم #سنجيدت #اکشنفلم #دفلمټریلر #۲۰۲۶کال #سینما

Author