په هند او ټوله نړۍ کې د ستورپوهنې مینه والو د یوې کم سارې اسماني پیښې ننداره وکړه. د ۲۰۲۶ کال د فبروري په ۲۸مه ماښام، د شمسي نظام شپږ سیارې چې عطارد، زهره، مشتری، زحل، اورانوس او نپتون پکې شامل وو، په اسمان کې په یو قطار ودریدل . ناسا دا پیښه د شمسي نظام د حرکت د لیدلو لپاره یو ځانګړی فرصت بللی دی.
که څه هم ټولې سیارې په عادي سترګو نه لیدل کیدې، خو روښانه سیارې لکه زهره او مشتری په اسانۍ سره د لیدلو وړ وې . د سیارو دا قطار د لمر له لویدو وروسته د ۳۰ څخه تر ۴۵ دقیقو پورې په خپل تر ټولو ښه حالت کې و. دا پیښه د ۲۰۲۶ کال په پیل کې د نورو په زړه پورې اسماني پیښو پیلامه وه.