په چین کې د یوې نوې څیړنې له مخې، هغه زاړه خلک چې یوازې سبزیجات خوري، د هغو کسانو په پرتله چې هر ډول خواړه خوري، سل کلنۍ ته د رسیدو لږ چانس لري . دا څیړنه چې له ۸۰ کلونو څخه پورته خلکو باندې شوې، ښيي چې د خورا اوږد عمر لپاره د حیواني او نباتي خوړو متوازن کارول ډیر اړین دي.
د دې څیړنې پایلې ښيي چې هغه خلک چې وزن یې کم دی او یوازې سبزیجات خوري، له ډیر خطر سره مخ دي او سل کلن کیدل ورته ګران دي . که څه هم د سبزیجاتو خوړل د روغتیا لپاره ډیرې ګټې لري، خو د ډیرو زړو خلکو لپاره له بیلابیلو سرچینو څخه د کافی موادو ترلاسه کول د روغتیا او ژوند د دوام لپاره ډیر مهم دي.