د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي اعلان وکړ چې دا هیواد لا هم د افغانو ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دی.
د ملګرو ملتونو کې د بریتانیا دایمي استازي بارونس سمیت د امنیت شورا وروستۍ ناستې کې د طالبانو د «زیاتیدونکي سرکوب» پر وړاندې ژوره اندیښنه وښوده او د هغو قوانینو د سمدلاسه لغوه غوښتنه وکړه چې کورنۍ تاوتریخوالی مشروع ګڼي.
لینډسي ټینګار وکړ چې بریتانیا د هغه سوله ایزه افغانستان لپاره ژمن دی چې ښځې پکې بشپړه ونډه ولري، او د افغانو ښځو حقوق باید درناوی شي.
#افغانستان #د\_ښځو\_حقوق #طالبان #بریتانیا #ملګري\_ملتونه