د ملګرو ملتونو یو چارواکي رویټرز ته وویل چې یوناما په کابل کې د معتادینو د درملنې مرکز ته د پاکستان د بریدونو د وژل شویو شمیر ۱۴۳ تنو ته اټکل کړی دی. د طالبانو حکومت دمخه ادعا کړې وه چې د دوشنبې په شپه کې د هوایي بریدونو په پایله کې له ۴۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي او ۲۶۵ تنه ټپیان شوي دي.
پاکستان د بیاروغتیا مرکز په نښه کولو په اړه د طالبانو ادعا رد کړې او اعلان یې کړی چې نظامي تاسیسات او د تروریستي ډلو پورې اړوند زیربناوې یې په نښه کړې دي. یوناما وویل چې په کابل کې د معتادینو د درملنې مرکز د پاکستان د هوایي برید څخه اغیزمن شوی او د خپلواکو تحقیقاتو غوښتنه یې کړې ده.
#افغانستان #کابل #پاکستان #ملګري\_ملتونه #هوایي\_برید #د\_بیاروغتیا\_مرکز