د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو پنجشنبه ویلي چې باید د عربستان له ټولې ټاپووزمې څخه اسراییلي بندرونو ته د تیلو او ګازو پایپ لاینونه جوړ شي ترڅو د هرمز له تنګي څخه د انرژۍ د صادراتو په اړه د ایران ګواښ لرې شي. هغه هڅه وکړه چې د ایران سره په جګړه کې د خپل هیواد نظامي عملیاتو دفاع وکړي، پداسې حال کې چې د اسراییلو برید د ایران په سویلي پارس ګاز فیلډ د نړیوالو تیلو بیې بیا لوړې کړې.
نتن یاهو د سویلي پارس په برید اړوند پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې اسراییل یوازې عمل کړی دی. هغه زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ له دوی څخه وغوښتل چې راتلونکي کې داسې بریدونه ونه کړي او اسراییل به هم دا کار ونه کړي.
نتن یاهو ټینګار وکړ چې باید د هرمز تنګي لپاره بدیلې لارې ومومل شي. رویټرز خبري اژانس لیکلي چې داسې ښکاري چې د اسراییلو ګټه د دې مهم انرژۍ صادراتي ګلوګاه په اوږدمهاله بندولو کې پرته ده.
#نتن\_یاهو #اسراییل #ایران #سویلي\_پارس #د\_هرمز\_تنګی #انرژي