د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د پاکستان پوځ په سرحدي سیمو کې د موقتي اوربند د نقض تور ولګاوه او ویلي یې چې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو په پایله کې څو ملکي وګړي وژل شوي دي. فصیح الدین فطرت، د طالبانو د حکومت د پوځ د قوماندې مشر، پنجشنبه په یو پیغام کې وویل چې اوربند د دوستو هیوادونو په منځګړیتوب د دواړو خواوو لخوا اعلان شوی او د طالبانو ځواکونه ورته پابند دي.
په هرصورت، د هغه په وینا، د دیورند د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د اوربند د نقض قضیې لیدل شوي دي. هغه زیاته کړه چې حتی د کوچني اختر په لومړۍ ورځ، څو ملکي وګړي وژل شوي او دا د پاکستان د پوځ د بې تعهدۍ او فریب ښودنه کوي.
ښاغلي فطرت ټینګار وکړ چې د دې سرغړونو سره سره، د طالبانو ځواکونه تر اوسه د اوربند په اړه خپل ژمنې ته پابند پاتې شوي او د هر ډول متقابل اقدام څخه یې ډډه کړې ده. هغه خبرداری ورکړه چې که دا اقدامات تکرار شي، د اوربند دوام به بې معنا وي.
#طالبان #پاکستان #اوربند #دیورند #افغانستان #نقض