د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له ایران سره د خبرو اترو د پیل په اړه د ډونالډ ټرمپ له اعلان وروسته غبرګون وښود. هغه اعلان وکړ چې اسرائیل به په هر حالت کې د خپلو حیاتي ملي ګټو او امنیت ساتنه وکړي.

نتانیاهو په یوه تازه ویډیویي پیغام کې تایید کړه چې له ډونالډ ټرمپ سره یې ټیلیفوني خبرې کړې دي. هغه وویل چې ټرمپ په دې باور دی چې اوس د یوه مناسب تړون له لارې د امریکا او اسرائیلو د پوځي لاسته راوړنو د کارولو فرصت شتون لري.

خو د اسرائیلو لومړي وزیر په کلکه ټینګار وکړ چې په ایران او لبنان کې به د دوی پوځي بریدونه دوام ولري. هغه په وروستیو ورځو کې د دوو نورو اټومي ساینس پوهانو له منځه وړلو ته هم اشاره وکړه.

#اسرائیل #نتانیاهو #ایران #لبنان #جګړه

🌐

Author