د ایران د وسله والو ځواکونو پوځي سلاکار محسن رضايي د دوشنبې په شپه اعلان وکړ چې جګړه به د ټولو زیانونو تر جبرانولو او د بندیزونو تر بشپړ لیرې کولو پورې دوام وکړي. هغه د امریکا د نه مداخلې لپاره د قانوني تضمینونو په ترلاسه کولو هم ټینګار وکړ.
دغه لوړپوړي ایراني پوځي چارواکي زیاته کړه چې دا لویه پریکړه د ملت، مشرتابه او د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو په موافقه شوې ده. هغه له واشنګټن سره د چټکو خبرو اترو په اړه خپاره شوي راپورونه هم غیر دقیق وبلل.
د ښاغلي رضايي په وینا دا مسله یوازې د تیرو څو ورځو شخړو پورې محدوده نه ده. هغه وویل چې دا یوه اوږده او اووه څلویښت کلنه ستونزه ده چې باید د تل لپاره پای ته ورسیږي.
#ایران #امریکا #جګړه #منځنی\_ختیځ #پوځي
🌐