د ډونالډ ټرمپ د ادارې له جدي خبرداریو وروسته، ټاکل شوې چې د طالبانو حکومت یو امریکایی تبعه له بنده خوشې کړي. یو لوړ پوړی امریکایی پلاوی د سه شنبې په ورځ کابل ته رسیدلی ترڅو د دې برمته شوي کس د خوشې کیدو پروسه وڅاري.

باخبره سرچینې وایي چې د امریکایي پلاوي او د طالبانو د حکومت د مشرانو ترمنځ جدي خبرې اترې روانې دي. د دې کس د خوشې کیدو سره سره، درې نور امریکایی اتباع به لاهم د افغانستان په زندانونو کې پاتې وي.

تر دې وړاندې، د ټرمپ ادارې خبرداری ورکړی و چې که ټول امریکایي بندیان ژر تر ژره خوشې نه شي، نو له سختو پایلو سره به مخ شي. امریکا ټینګار کړی چې له افغانستان څخه د خپلو ټولو اتباعو تر راستنیدو پورې به ارام نه کښیني.

#افغانستان #امریکا #بندیان

🌐

Author