په ننګرهار کې سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې د تورخم دروازه له شلو ورځو وروسته له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو او ایستلو پر مخ خلاصه شوه. خو دا خلاصون ډیر دوام ونه کړ او تر څو ساعتونو وروسته بیرته وتړل شوه.
د دې بیرته تړل کیدو لامل د طالبانو حکومت د ځواکونو او پاکستاني پوله ساتونکو ترمنځ نښته ښودل شوې چې په ترڅ کې یې یو پاکستاني سرتیری ټپي شوی دی. سره له دې، سوداګري او د مسافرو تګ راتګ لا هم په ټپه ولاړ دی.
دا مهمه سرحدي لاره له سختو نښتو وروسته د میاشتو لپاره تړلې وه. د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ له خبرو سره سره، تر اوسه د دې لارې د بشپړ خلاصون لپاره وروستۍ هوکړه نه ده ترلاسه شوې.
#افغانستان #تورخم #کډوال
🌐