د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت اعلان کړی چې په پنجشیر، تخار او سمنګان ولایتونو کې د سیلابونو له امله تړل شوي سړکونه بیرته د ترافیکو پر مخ پرانستل شوي دي. دا لارې له پنځو ورځو بندیدو وروسته پرانستل شوې.
په وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او سیلابونو په ډیرو سیمو کې د تګ راتګ لارې پرې کړې وې. د دشتک، دالان سنګ سیمې او په تالقان او ایبک کې عمومي سړکونه هغه لارې دي چې اوس پاکې شوې دي.
سره له دې، په سمنګان ولایت کې د روی دواب ولسوالۍ لار لا هم تړلې ده او د خلاصولو هڅې یې روانې دي. په افغانستان کې وروستیو سیلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
#افغانستان #سیلابونه #طبیعي\_پیښې
🌐