د هرات او کابل پر لویه لاره د باروړونکو موټرو یو شمیر چلوونکو د لارې د محصول د بې ساري زیاتوالي له امله سخته نیوکه کړې ده. دوی وايي چې دې موضوع ورته لویې اقتصادي ننګونې رامنځته کړې دي.
د دې چلوونکو په وینا، د طالبانو حکومت د لارې محصول له څلور زره افغانیو څخه اته زره افغانیو ته لوړ کړی دی. دا پیسې په څلورو بیلا بیلو ځایونو لکه لښکرګاه، غزني، کندهار او کابل کې ترې اخیستل کیږي.
چلوونکي ټینګار کوي چې د دې ډیرو پیسو له ورکولو سره سره، په لویه لاره کې دوی ته هیڅ ډول اساسي خدمتونه نه وړاندې کیږي. دوی د دې لګښتونو د سمدستي کمیدو او د مناسبو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.
#افغانستان #لویه\_لاره #اقتصاد
🌐