په ترمذ کې د والدای سیمه ییزه غونډه د افغانستان پر حیاتي پروژو متمرکزه وه. د قوش تپې کانال جوړول د دې غونډې له اصلي بحثونو څخه و.

ازبکستان د آمو سیند د اوبو کمېدو له وېرې د طالبانو حکومت سره خبرې غواړي. تاشکند د اوبو د ګډې هوکړې ته د رسېدو لپاره پرله پسې هڅې کوي.

په غونډه کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پر اهمیت هم ټینګار وشو. دا پروژې کولای شي افغانستان د سیمې د پرمختګ لپاره پر یوه فرصت بدل کړي.

#افغانستان #قوش\_تپه #ازبکستان

🌐

Author