د طالبانو حکومت د یوې ښځې په ګډون نولس کسان په درو ووهل. دا بدني مجازات د نیمروز، غور او بلخ په ولایتونو کې په عام محضر کې ترسره شول.
تورن کسان په بېلابېلو تورونو تر نهه دیرشو پورې دورې خوړلي دي. دوی همدارنګه د میاشتو او کلونو لپاره په سخت بند محکوم شوي دي.
د طالبانو حکومت محکمې تل د قصاص او علني مجازاتو پر پلي کولو ټینګار کوي. تېر کال هم سلګونه افغان ښاریان په ورته بڼه مجازات شوي دي.
#افغانستان #بشري\_حقونه #افغان\_ښځې
🌐