د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که چیرې ایران یوې رښتینې هوکړې ته ونه رسیږي، نو د پخوا په پرتله به خورا لویه جګړه پیل شي.
نوموړي ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه به له خپلو ټولو پوځي تجهیزاتو سره د ایران په شاوخوا کې پاتې شي، تر څو چې دغه هیواد له یوې بشپړې هوکړې په سمه توګه پیروي وکړي.
په ورته وخت کې ایراني چارواکي وايي چې امریکا له تیرو هوکړو سرغړونه کړې او له همدې امله له واشنګټن سره بیاځلي خبرې کول په بشپړه توګه غیر منطقي ښکاري.
#امریکا #ایران #منځنی\_ختیځ
🌐