نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې د افغانستان د سړي سر کورني ناخالص تولید کچه شاوخوا پنځه اعشاریه شپږ سلنه راټیټه شوې ده.

د دې راپور پر بنسټ، په هیواد کې د نفوسو وده د اقتصادي ودې څخه مخکې شوې او سیمه ییزې شخړې هم د یوه لوی ټکان په توګه پر کورني اقتصاد ناوړه اغیزه کړې ده.

اقتصادي کارپوهان وايي چې د بیو لوړیدل او د کاري فرصتونو کمیدل د افغانانو د پیرودلو توان خورا کم کړی، چې د طالبانو حکومت لخوا بیړنیو اقداماتو ته اړتیا لري.

#اقتصاد #نړیوال\_بانک #افغانستان

🌐

Author