په ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې د وروستیو سېلابونو له امله یو څلوېښت کسان مړه او څلور اتیا نور ټپیان شوي دي. دا سخت ورښتونه د کب میاشتې له وروستیو څخه د وري تر نولسمې پورې روان وو.
مرستندویه ډلو سلګونه هغه کسان ژغورلي چې په سېلابونو کې ایسار پاتې وو. خو له دوه زره ډېر کورونه ویجاړ شوي او زرګونه کورنۍ له سختو مالي زیانونو سره مخ دي. دغه راز پر څوارلس زره هکتاره ځمکه کرنیز محصولات له منځه تللي دي.
د طالبانو حکومت د کرنې مسوولین وايي چې د کرنیزو ځمکو ترڅنګ سلګونه ونې او زرګونه متره د اوبو لګولو کانالونه ویجاړ شوي دي. د څارویو تلفات هم ډېر زیات دي او زرګونه کورني حیوانات او چرګان مړه شوي دي.
#افغانستان #ننګرهار #سیلاب #پېښې
🌐