په پاکستان کې د ایران اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د خبرو اترو له پیل سره سم په اسلام اباد کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي. دا تدابیر د پوځ په مستقیمه څارنه او د پولیسو په همکارۍ پلي کیږي.

راپورونه ښیي چې اسلام اباد ښار د سور خبرداری په وضعیت کې دی. د دې مهمې ډیپلوماتیکې ناستې د امنیت خوندیتوب لپاره د ښار په بېلابېلو برخو کې له لس زره ډېر امنیتي سرتېري ځای پر ځای شوي دي.

د پلازمېنې سرې سیمې ته تګ راتګ په کلکه محدود شوی او یوازې لوړ پوړو چارواکو ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې ده. دغه راز ساتونکو ډلو ته د ګرځنده ټیلیفونونو او ځیرکو ساعتونو په ګډون د ډیجیټلي وسایلو ګرځول منع شوي دي.

#پاکستان #امریکا #ایران #امنیت

🌐

Author