وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران اسلامي جمهوریت د هرمز له تنګي څخه د تیلو وړونکو کښتیو د تېرېدو لپاره مالیه اخلي. ایران غوښتنه کړې چې د تیلو د هرې بوشکې پر سر باید یو ډالر ورکړل شي.
د راپور پر بنسټ ایرانی حکومت دا پیسې د ډیجیټلي اسعارو په بڼه غواړي ترڅو له نړیوالو بندیزونو څخه ځان وژغوري. دا ګام په دغه هېواد کې د ډیجیټلي اسعارو د بازار چټکه پراختیا په ګوته کوي.
د مالي څارنې بنسټونه وايي چې نیابتي ډلې له دې اسعارو څخه د وسلو اخیستلو لپاره کار اخلي. همدارنګه د ایران مرکزي بانک د خپلې مالي شبکې د پیاوړتیا لپاره د سلګونو میلیونونو ډالرو په ارزښت ډیجیټلي اسعار اخیستي دي.
#ایران #اقتصاد #تیل #منځنی\_ختیځ
🌐