د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د طالبانو حکومت د پولیسو قوماندانۍ ویلي چې په یوه وسله وال برید کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. دا پېښه د چوکک سیمې په یوه جومات کې د ماښام لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.

د طالبانو حکومت چارواکو د دې برید لامل کورني اختلافات بللي دي. د دوی په وینا دا شخړه وروسته له هغې وشوه چې د وژل شویو کسانو د کورنۍ یوه غړي یوه واده شوې ښځه تښتولې وه. د ښځې خپلوان د لمانځه پر مهال جومات ته ننوتل او ډزې یې وکړې.

د پېښې ټپیان سمدستي د ولسوالۍ روغتون او بیا د لا زیاتې درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. پولیسو د دې پېښې په تړاو دوه تنه نیولي او د درېیم فراري شکمن د نیولو هڅې روانې دي.

#بغلان #سیمه\_ییز\_خبرونه #افغانستان

🌐

Author