په بدخشان ولایت کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې د طالبانو د حکومت استخباراتي ځواکونو خپل اووه غړي د داعش خراسان څانګې سره د همکارۍ په تور نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې نظامي او ملکي چارواکي او قوماندانان شامل دي.

په نیول شویو کسانو کې د دفاع وزارت اړوند د مخابرې کنډک یو قوماندان او د بدخشان د محلي راډیو تلویزیون پخوانی آمر هم لیدل کیږي. سرچینې وایي چې دا کسان دوه ورځې وړاندې نیول شوي او د نورو پوښتنو لپاره کابل ته لیږدول شوي دي.

د نیول شویو کسانو خپلوانو له داعش سره د دوی هر ډول اړیکې رد کړې او دا یې یوه دسیسه بللې ده. ویل کیږي چې دا کسان په فیض اباد ښار کې د طالبانو د حکومت پر استخباراتي چارواکي په برید کې ښکېل بلل شوي دي.

🌐 #بدخشان #طالبان #امنیت

Author