په نورستان ولایت کې سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې د پاکستان له خیبر پښتونخوا ایالت سره یوه مهمه سرحدي لار بیا د موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوې ده. دا لار د کامدیش او برګمټال سیمې له چترال سره نښلوي.
د والي د ویاند په وینا دا پرانیستنه له پاکستاني لوري سره د سیمه ییزو مشرانو د خبرو په پایله کې شوې ده. د سرحدي ستونزو د بشپړ حل او د دواړو خواوو مسافرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو لپاره هڅې لا هم روانې دي.
دا سرحدي لار د طالبانو د حکومت د ځواکونو او پاکستاني پوله ساتونکو تر منځ د نښتو له امله شاوخوا دوه میاشتې تړلې وه. د لارې بندیدو د خلکو ورځنی ژوند او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له ستونزو سره مخ کړی و.
#نورستان #افغانستان #پاکستان #سرحد
🌐