د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې په یوه تازه غونډه کې ادعا وکړه چې بېلابېل قومونه د دوی په تشکیلاتي جوړښت کې شتون لري. نوموړي ټینګار وکړ چې دې قومي تنوع په هېواد کې انډول او ثبات رامنځته کړی دی.
ښاغلي متقي د خپلې وینا پر مهال څرګنده کړه چې د دوی بهرنی سیاست هم بشپړ متوازن دی او له هېڅ هېواد سره د ټکر نیت نه لري. هغه له مسوولینو وغوښتل چې له عصري زده کړو سره څنګ کې دیني مسایلو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر دا ادعا په داسې حال کې کوي چې د طالبانو حکومت تل له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی. د واک انحصار او له سیاسي جوړښت څخه د ښځو لرې کول د نړیوالې ټولنې له مهمو نیوکو څخه دي.
#افغانستان #طالبان #سیاست #خبرونه
🌐