د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا اعلان کړی چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله په افغانستان کې له شپږ زرو ډېرو سیلاب ځپلو کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې شوي دي. دغو سیلابونو پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د اوچا د راپور پر بنسټ، زرګونه کورونه ویجاړ شوي او مهم بنسټونه لکه سړکونه او پلونه زیانمن شوي دي. تر اوسه د څه باندې دېرش زره کسانو بیړنۍ اړتیا تایید شوې او د خوړو نړیوال پروګرام هم په څو ولایتونو کې اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي برابر کړي دي.

په وړاندې شویو روغتیایي خدمتونو کې بیړنۍ پاملرنه او د میندو او ماشومانو لپاره د تغذیې پروګرامونه شامل دي. خو اوچا خبرداری ورکړی چې لوژستیکي ننګونې او د بودیجې کمښت د زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې بهیر ټکنی کړی دی.

🌐

#افغانستان #سیلابونه #اوچا #روغتیا #ملګري\_ملتونه

Author